آوا - ورځني کتنه: اشرف غني چې له کابل څخه له تېښتې یو کال وروسته یې یوې نوې رسنۍ ته په مرکه کې ویلي، چې دی لا هم د افغانستان منتخب ولسمشر دی او تر هغه چې واک د چا له خوا نه وي انتقال شوی. هغه به د قانون پر بنسټ ولسمشر وي. هغه دا ادعا هم وکړه چې د دفاع وزیر تر ده مخکې تښتېدلی او هغه وروستی کس وو چې کابل يي پرېښی دی.
سیاسی چارو پوهان وایی: که څه هم پایدار سوله د افغانستان درو نسلونو آرمان دی خو د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرو اترو بېرته شروع کېدنه نه یواځی داچی پایدار سولې ضامن نه دی بلکه سولې زمینه سازی کې هم اغیزمنده نه ده ځکه دا ټوله خپل مشکلاتو حلولو په لټه دی نه د افغانستان.
ځینی خبری سرچینی ادعا کړي چی د امریکا او طالبانو ترمنځ سولې تړون متن نهایی شوی دی. دواړو لورو تراوسه رسمآ دا موضوع نه دی تایید کړی.
طالبانو سرچینی وایی چی ددی تړون امضا کیدو وروسته، بین الافغانی مذاکرات به شروع شی او په لړ کې یی یو دایمی اوربند او هر اړخیزه اوربند، د افغانستان راتلونکې لاری نقشه لکه سیاسی نظام، ښځو حقوق او ...