ځینی خبری سرچینی ادعا کړي چی د امریکا او طالبانو ترمنځ سولې تړون متن نهایی شوی دی. دواړو لورو تراوسه رسمآ دا موضوع نه دی تایید کړی.
طالبانو سرچینی وایی چی ددی تړون امضا کیدو وروسته، بین الافغانی مذاکرات به شروع شی او په لړ کې یی یو دایمی اوربند او هر اړخیزه اوربند، د افغانستان راتلونکې لاری نقشه لکه سیاسی نظام، ښځو حقوق او اساسی قانون په اړه به خبری اتری وشی.
مایک پومپئو؛ د امریکا خارجه وزیر د اسد ۷ نیټه ویلی وو چی هیواد یی قصد لری چی راتلونکې کال ټاکنو نه مخکې، د افغانستان څخه خپل سرتیرو وتل شروع کړی. امریکا غواړی افغانستان خلګ خپل هیواد بېرته ونیسی.
طالبان ویلی دی چی د امریکا سره مذاکراتو رسمی نتایج به د رسنیو او چین، روسیه او همدارنګه سازمان ملل نمایندګانو په وړاندی به اعلان شی.
داچی آیا د امریکا او طالبانو ترمنځ سولې نهایی تړون امضا لکه څنګه چی پومپئو ادعا کړی چی افغانستان خلګ به خپل هیواد بېرته ونیسی، لامل شی یا نه، ډير تر شک لاندی دی؛ ځکه امریکا افغانستان خلګو مشروع او ټاکل شوی نمایندګانو سره مذاکره نه دی کړی. افغانستان خلګ حتی د امریکا او طالبانو ترمنځ پردی شا خبرو او توافقاتو جزئیاتو څخه هم نه دی خبر چی ددی نوی پروژه په چهارچوب کې، څنګه د هغوی برخلیک سره لوبه کیږی او د هغوی راتلونکې په اړه کوم تصمیمونه نیول کیږی.
په دی حال کې، په هغه صورت کې چی سولې تړون نهایی شوی وی، په دی معنی دی چی امریکا او طالبان توانیدلی دی، برنامه په اساس، سولې پروژه د افغانستان ریاست جمهوری ټاکنو ترسره کیدو مخکی سرته ورسوی. ددی پیښی بل معنی او یا په ښه بیان سره، ابهام د ریاست جمهوری ټاکنو ترسره کېدو کې دی.
طالبانو ته ځينی نږدی سرچینی ادعا کړی چی ریاست جمهوری ټاکنو ځنډول د طالبانو شرطونو څخه د توافق یا تړون امضا کېدو لپاره وو او دواړه لوری په نهایت کې پردی برخه په توافق رسیدلی دی.
که څه هم امریکایی ارشد مذاکره کوونکې دا ادعا رد کړی دی؛ خو کارپوهان وایی چی طالبانو سره سوله د ټاکنو ترسره کېدو مستقیم او جدی تعارض کې قرار لری؛ مګر داچی د امریکا اصلی مقصد د سولې تړون څخه، طالبانو هڅو یو دموکراتیک پروسی او ټاکنو کې ګډون لپاره وی چی داسی نه ده؛ ځکه لکه څنګه چی لوړ هم وویل شو، مایک پومپئو او نور امریکایی ارشد چارواکې لکه د هغه هیواد ولسمشر ډير ځلې اعلان کړی دی چی د طالبانو سره سولې تړون ته رسیدو په هڅه کې دی چی په ترڅ کې یی وکولای شی افغانستان کې امریکا نظامی حضور درانده لګښت کم کړی او هغه هیواد نظامیانو ډیر برخه د افغانستان څخه وباسی.
له بل لوری، د متحده ایالاتو اساسی شرایطو کې د سولې تړون لپاره، د ټاکنو ترسره کیدل او طالبانو ګډون یو دموکراتیک پروسه کې شتون نه لری؛ بناپردی، د صاحب نظرانو په باور، اوس ویل کیږی چی د امریکا او طالبانو ترمنځ سولې تړون نهایی شوی دی، ټاکنې د نورو وختونو په پرتله ابهام سره مخ شوی دی او ترسره کېدنه یی تر پوښتنې لاندی دی.
ویل کیږی چی خلیلزاد د سولې تړون نهایی کېدو وروسته به کابل ته سفر وکړی.
پوهان وایی چی خلیلزاد د امریکا څخه په نیابت کې ټول هغه څه چی په نظر کې درلود د طالبانو سره په دوحه کې نهایی کړ. په دی منځ کې، د طالبانو ملاتړ د ټاکنو څخه شتون نه درلود او دا شکاره کوی چی ټاکنو ترسره کیدنه د امریکا لپاره هیڅ لومړیتوب نه لری. اخیرو کې جان بس؛ د امریکا سفیر په کابل کې هم اعلان کړ چی د امریکا لپاره سوله لومړیتوب لری نه ټاکنې.
بناپردی، لوبه د کابل په اختیار کې ده چی څنګه د امریکا او طالبانو نهایی تړون سربیره د سولې په اړه، ټاکنې ترسره کړی او خپل نظر وړ اهداف په دی برخه کې عملی کړی.
داسی تصور کیږی چی کابل، ډير سخته لاره د امریکا او طالبانو سولې تړون له امله په مخ لری او د طالبانو سره د امریکا سولې تړون عملیاتی کیدو لپاره امریکه تلوار چی یو نتیجه یی د امریکایی سرتیرو وتل د ۲۰۲۰ کال څخه مخکې به وی، په دی برخه کې افغانستان دولت توفیق ته لږ هیله شتون لری.