د اقتصاد وزارت مرستیال په یو لړ ټویټونو کې پر تفرقه اچوونکو کسانو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان خلک هوښیار دي او هیڅکله به د بهرنیو اجیرانو په واسطه دوکه نه شي.
د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري اوسنی حکومت یو ځواب ویونکی او مسؤل حکومت ګڼي. د هغه له نظره؛ ځواب ورکوونکی اداري سیستم او شفاف مدیریت د ښې حکومتوالۍ شاخصونه دي.