افغان غږ خبری آژانس - کابل: له نظری پلوه د دغه حکومت مهمې ځانګړنې په پخوانیو حکومتونو کې نه لیدل کېدې.
د اقتصاد وزارت مرستیال په یوه ټویټ کې اوسنی حکومت حساب ورکوونکی بللی او زیاته کړې یې ده: د موثرو عامه خدمتونو وړاندې کول، ځواب ویونکی اداری سیستم او شفاف مدیریت د ښې حکومتوالۍ نښې دی.
د هغه په وينا، د چارواكو هڅه دا ده، چې د قانون د حاكميت په رڼا كې ښه حكومتداري، چې د پرمختګ اساسي مساله ده، د هېواد په سياسي او اقتصادي پرمختګ كې مهم رول ولوبوي.
د یادولو وړ ده، چې د افغانستان د اوسني حکومت د فعالیت ستاینه او د کابل چارواکو له څوارلسو میاشتو هڅو سره سره تراوسه هیڅ هېواد افغان حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.