افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري په خپل ټویټر کې لیکلي چې د نیمه بشپړو او نیمګړو پروژو لپاره د بودیجې موندنه د وزارت له لومړیتوبونو څخه ده.
د نظري په وينا، په نړيوالو غونډو کې فعال ګډون په منځنۍ موده کې د چټکې اقتصادي ودې، د بېوزلۍ د کمولو او د خلکو د سوکالۍ زمينه برابروي.
هغه زیاته کړه؛ زموږ اقتصادي ډیپلوماسي په نړیوالو غونډو کې د هدفمند ګډون لپاره ډیزاین شوې.
نظري په داسې حال کې چې د چټکې اقتصادي ودې او په منځمهاله توګه د ناتمامه پروژو د پیل خبره کوي، خو د هېواد اقتصادي سیستم لا نه دی فعال شوی، بانکي چارې په ټپه ولاړې دي، نغدي مرستې بندې دي او فقر او بېکاري لا هم په پراخه کچه روانه ده.