د سیاسي چارو کارپوهان وايي: د افغانستان اوسنی حکومت دنده لري چې پر شیعه ګانو د برید عاملین وپیژني او د هغوی هویت په ډاګه کړي، که نه نو هیوادوال به له حکومت څخه واټن واخلي او په هیواد کې به ناامني زیاته شي.
د شیعه علماو د شورا مرستیال حجت الاسلام والمسلمین محمد اکبری د اسلامی امارت د اطلاعاتو او کلتور له سرپرست وزیر سره په کتنه کښې څرګنده کړه: شیعه ګان د اسلامی امارت له نظام څخه بشپړ ملاتړ کوی او زیاته یې کړه: شیعه ګان له هیچا سره ستونزه نه لري او هغه څوک چې اختلافاتو ته لمن وهي باید مخه یې ونیول شي.
د شیعه ګانو عالي کمیسیون پلاوي د اسلامي امارت له ویاند ذبیح الله مجاهد سره د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې وکتل او د هیواد پر روانو حالاتو یې خبرې وکړې.
حجت الاسلام والمسلمین سید عیسی حسینی مزاری د تبیان د کلتوری او ټولنیزو فعالیتونو د مرکز عمومی رئیس په قم ولایت کی د دغه مرکز په نمایندګۍ دفتر کی ګډون وکړ او د دغه مرکز له مسؤلینو او کارکوونکو سره یی وکتل.