افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بشری حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنټ د ایکس ټولنیزې پاڼي له لارې په یوه پیغام کې لیکلی: «د افغانستان شیعه وګړو د نښه کولو د دوام، مخنیوی، ساتنې او حساب ورکونې ته اړتیا ده».
ریچارډ بنټ دغه برید غندلی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
پرون (جمعه، میزان ۲۱) د بغلان د مرکز پلخمري ښار په لومړۍ سلګۍ سړک د امام زمان عج په جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه وشوه.
داعش ترهګرې ډلې د دغې چاودنې مسوولیت منلی دی.
د بغلان د ولایتي روغتون د یوې سرچینې له خوا رسنیو ته د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په دې چاودنه کې ۲۱ تنه وژل شوي او ۴۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
تر دې مخکې په بغلان کې د اسلامي امارت د امنیې قومندانۍ د اوو تنو د شهادت او د ۱۵ نورو د ټپي کیدو پخلی کړی وو.