د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لوید آسټن ویلي دي چې له افغانستان څخه د متحده ایالاتو د پوځ په ایستلو نه پښیمانه دی او د متحده ایالاتو د جمهور رئیس د پریکړې ملاتړ کوي.
د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د بې پیلوټه الوتکو بریدونه په بهر کي محدود کړل او د سپینې ماڼۍ تصویب ته مشروط کړ. دا په داسې حال کې ده چې یوازې عراق او سوریه په دغه هېواد کې د امریکايي ځواکونو او متحدینو د حضور له امله د جګړې په توګه پېژندل کېږي او د دغه نوي بندیز تابع نه دي.