دخپریدو نیټه :شنبه ۵ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۴۳
د مطلب کود : 257690
بایډن: موږ به په افغانستان کې پر «ترهګرو» ډلو فشارونه ساتو
جو بایډن؛ د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د تېر کال د خونړي برید د لومړۍ کلیزې په مناسبت د امریکا ولسمشر وايي، واشنګټن به په افغانستان کې له پوځي حضور پرته پر "ترهګرو" ډلو فشارونه وساتي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: جوبایډن په داسې حال کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د څارنې خبره کوي چې د اسلامي امارت چارواکي په هیواد کې د ترهګرو ډلو فعال او مؤثر شتون ردوي.
 
ذبیح الله مجاهد وايي، دا مهال د یووالي په حکومت کې نړیوال امنیت تأمین شوی او له افغانستان څخه د سیمې او نړۍ هېوادونو ته کوم خطر نه پېښوي.
 
څه موده وړاندې امریکا د کابل په شیرپور کې د بې پیلوټه الوتکې برید وکړ او له دې پېښې دوه ورځې وروسته بایډن ادعا وکړه چې د ده په امر په دغه برید کې د القاعدې مشر ایمن الظواهري وژل شوی دی.
 
له دې پېښې وروسته اسلامي امارت او امریکا یو بل د دوحې له تړون څخه په سرغړونې تورن کړل.
 
د کابل په شنه سیمه کې د ایمن الظواهري وژل کېدل کورني او بهرني غبرګونونه راپارولي او د اسلامي امارت او القاعده شبکې تر منځ د اړیکو ترینګلتیا چې د دوحې په تړون کې ثبت شوې، تر پوښتنې لاندې راولي.
 
په ورته وخت کې د اسلامي امارت چارواکو ویلي چې دوی په افغانستان کې د القاعدې د مشر له شتون څخه خبر نه دي.
 
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د امریکا له لوري د القاعدې د مشر وژل کیدل یوازې ادعا ده، ځکه د پېښې په ځای کې کوم جسد نه دی موندل شوی او په اړه یې پلټنې روانې دي. روان
 
بايد يادونه وشي، چې پر افغانستان د امريکا بريد، له شته حکومت سره له همغږۍ پرته په هره پلمه، د نړيوالو قوانينو له مخې تېرى ګڼل کېږي، خو له بلې خوا پوښتنه دا ده، چې ولې د دغه شتون په تړاو د څېړنو پايله نه ده راغلې. او په کابل کې د ایمن الظواهري وژنه دومره اوږده شوه چې اسلامي امارت یې په ښکاره توګه نه اعلان کړی او نه یې د افغانستان له خلکو سره شریکوي.
 
https://avapress.com/vdceof8w7jh8npi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته