د امریکا په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د جوبایډن د بیا نوماندۍ له اعلان وروسته یوه نوې نظرپوښتنه ښيي چې شاوخوا درې پر څلورمه برخه امریکایان د بایډن د نوماندۍ مخالف دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د «CNN» تلویزیونی چینل راپور ورکړی، د اسوشیټېډ پرس یوه نوې نظرپوښتنه ښیی چې ۲۶ سلنه امریکایان د جوبایډن د بیا نوماندېدو غوښتونکی دی او یوازې ۴۷ سلنه ډیموکراټان د هغه له نوماندۍ سره موافق دی. جوبایډن پرون د امریکا د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتو کې د ډیموکراټ ګوند د کاندید په توګه خپل کاندید اعلان کړ.