د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د اسلامي امارت او واشنګټن تر منځ د دوحې له تړون وروسته تېر حکومت د بین الافغاني مذاکراتو مخالف و او هڅه یې کوله چې دغه بهیر ګډوډ کړي.
آوا - ورځني کتنه: دا ښايي د همدې پروژې دوهم پړاو وي، چې لومړی پړاو یې په دوحه کې ترسره شو. خو هر هغه پروژه چې د هېواد له دننه څخه د ټولو خلکو په اراده او مشروع انتخاب سره عملي نه شي، له ناکامۍ سره مخ کېږي او ناوړه پايلې به ولري. په تېره بیا که امریکا او د هغه اجیران او لاس پوڅي چې یوه طرف ته وي.
آوا - ورځني کتنه: اشرف غني چې له کابل څخه له تېښتې یو کال وروسته یې یوې نوې رسنۍ ته په مرکه کې ویلي، چې دی لا هم د افغانستان منتخب ولسمشر دی او تر هغه چې واک د چا له خوا نه وي انتقال شوی. هغه به د قانون پر بنسټ ولسمشر وي. هغه دا ادعا هم وکړه چې د دفاع وزیر تر ده مخکې تښتېدلی او هغه وروستی کس وو چې کابل يي پرېښی دی.
اشرف غني او ځینو نورو لوړپوړو مقاماتو پرون د ایران د بهرنیو چارو وزارت له خاص استازي محمد ابراهیم طاهریان سره د افغان سولې، سیمهییزې اجماع او له کرونا ویروس سره پر مبارزې خبرې کړي.
داود سلطان زوی، د ولسمشر غنی مشاور او هیواد هوایی ډګرو اقتصادی پراختیا کمیسیون مشر او همدارنګه نجیب الله خواجه عمری، د هیواد عالی زده کړو وزیر د دوو هیآتو په راس کې نن(شنبه ۱۰ سنبله) ایران ته سفر وکړ.