د پکتیا ولایتی شورا یو غړۍ وایی چی دا ولایت د طالبانو په لاس لویدلی دی.
تاج محمد منګل د سه شنبه په ورځ وویل چی امنیتی ځواکونه ددی ولسوالی مرکز یو کیلو متری پوری شاته تګ کړی دی.
ذبیح الله مجاهد؛ د طالبانو ویاند هم ویلی چی ددی ډلی ځواکونه د سه شنبه په سهار په کامله توګه دا سیمه تر تصرف لاندی راوړی دی.
په وړاندی یی د داخلی وزارت د جانی خیل مرکز سقوط ته په اشاره نه کولو سره، ددی ولسوالی سقوط رد کړی دی.
په داسی حال کی چی طالبانو ادعا کړی دی چی لسګونه دولتی سرتیری د جانی خیل په جنګ کی وژل سوی دی، د داخلی وزارت ویاند ویلی چی هیڅ ډول زیان و دولتی ځواکونو ته نه دی اوښتی.
په دی اونۍ کی دا دریم دولتی مرکز دی چی د افغانستان په دری بیلابیلو ولایتونو کی د طالبانو په لاس سقوط کوی.
ددی نه مخکی طالبانو د لولاش ولسوالی مرکز د فاریاب په شمال کی او په غور کی تیوره تر تصرف لاندی راوړی وو.
د جانی خیل ولسوالی سقوط ددی دوو نورو ولسوالیو وروسته دا شکاره کوی چی طالبان، د ولسوالیو مرکزونو په نیولو سره، خپل جنګی قدرت لوی وښیی او د تبلیغاتی او روانی نظره، د امنیتی ځواکونو او خلګو روحیه باندی منفی اغیزه واچوی.
بله مهمه نکته چی د طالبانو او ددی ډلی جنګی استراتژیستونو تر توجه او ځیر لاندی قرار نیولی دی، ددی ډلی اقداماتو پراختیا د ولسوالیو مرکزونو ساقطولو کی دی.
دا ډله په دی اونۍ کی، دری ولسوالی د هیواد په شمال، مرکز او جنوب ختیځ کی د دولت کنترول څخه ایستلی دی. دا کار شاید ددی لپاره ترسره سوی وی چی ددی ډلی قدرت لوی وښیی چی د شمال څخه تر ختیځ او هیواد لویدیځ پوری پراخ دی او که دا ډله اراده وکړی کولای سی خپل نظر لاندی سیمی د هیواد په هر نقطه کی، د دولتی ځواکونو کنترول حخه خارج کړی، بیله دی چی دولت مقاومت باندی قادره وی.
دا د تبلیغاتی نظره، ډیره مرسته د طالبانو قدرت لوی ښودنی سره کوی؛ ځکه دا منطقی خبره او د قبول وړ خبره نه ده چی طالبان، د هیواد شمال څخه تر مرکز او جنوب ختیځ پوری، د ځواکونو سازماندهی او قدرت او درانده بریدونو تدراک توان ولری. حتی که هغوی وغواړی چی داسی پلان د خپلو ځواکونو ترمنځ جوړ کړی، ددری ګونو ولسوالیو سقوط وخت نږدیوالی او سرعت دا امکان عملا نه ورکوی چی چی طالبان لکه د هیواد شمال څخه مرکز او د هغه ځای څخه د هیواد جنوب ختیځ ته د خپلو ځواکونو سره یوځای سی او دولتی ځواکونو په وړاندی عملیات باندی لاس پوری کړی.
دی مسایلو ته په کتو سره، ددی دوو او دری ولسوالیو ژیر سقوط، سربیره پردی چی د دولت زیان بلل کیږی، د تبلیغاتی او روانی لحاظه هم ددی ډلی دشمنانو روحیه کمزوری کوی او هم ددی ډلی هوادارانو ته هیله ورکوی.
دوهم موضوع ددی ولسوالیو سقوط په لړ کی، داسی په نظر رسیږی چی طالبانو خپل جنګی استراتژی ته بدلون ورکړی دی.
په دی دوو اخیرو کلونو کی، د طالبانو اصلی مقصد، د ښارونو مرکزونو نیول وو. د قندوز ښار څوورځنۍ سقوط یو په بل پسی، ددی اخذ شکاره کوونکی دی چی طالبان، په دوو کلونو کی، د ښارونو مرکزونو نیولو لپاره لوی او منظم بریدونو په ترسره کولو سره د ښارونو مرکزونو نیولو باندی اقدام کړۍ وو ترڅو په دی ترتیب، ځان قدرتمنده شکاره کړی.
د قندوز سقوط هم ډیر روانی او تبلیغاتی مرسته د طالبانو سره وکړه او د دولت او خارجی ځواکونو باندی د خلګ باور لږ کړ؛ خو ددی ډلی ناکامه تجربی او درانه پیامدونه د طالبانو لپاره لکه په غزنی کی ددی ډلی لپاره لګښت لوړ کړ او ددی ادامه ورته تقریبا غیری ممکن کړ.
په دی ترتیب داسی په نظر رسیږی چی ددی ځلی طالبان د ښار مرکزونو نیولو څخه لاس اخیستی او د ولسوالیو مرکزونو نیولو باندی اقدام کړی دی؛ هغه اقدام چی د دولت مخامخ کیدنه د هغه ډلی سره مشکلوی، ځکه چی پر ولسوالیو باندی سلطه هم د هیواد ولسوالیو ډیروالی په اساس، لیری والی له نظره، جغرافیایی خاص شرایطو له نظره، ددی سیمو ټولنیز جوړښت او قومی ترکیب په اساس، آسانه دی او دولت د ځمکنۍ ځواک لږوالی له امله او هوایی ملاتړ کمزوری او نورو مسایلو له امله، ددی استراتژی سره مقابلی لپاره لږ امکانات لری.