دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۳۳
د مطلب کود : 132168
کارګر او یو فداکار اور وژونکی؛ هغه کیسه چی نالیکلی پاته سو
د تهران په قیام کی د ځمکی ننوتل؛ د ایران پایتخت، د یو افغانستانی کارګر او یو ایرانی اور وژونکی ژوند واخیستی. دا خبر د نړی په ډیرو رسنیو کی په همدا سادګی خپور سو او کاتبان هم په همدی سادګی د هغه څخه تیر سو؛ بیله دی چی دی ته توجه وکړی چی ددو کسانو ګران ژوند په دی حادثه کی د همیشه لپاره ونیول سو او بل دا چی په دی حادثه کی یو لوی تربیت لرونکی کیسه د فداکاری صورت ونیول چی هغه هم همداسی نالیکلی پاته سو. البته دا عکس العمل تر ډیر ځایه طبیعی وو؛ ځکه چی په هغه نړی کی چی سر تر سره وحشت او وینه تویونی او وژنی وی او د لسهاوو خلګو وژنه په ډیر اندازه پراخ سوی دی چی هیڅ څوک به دیو یا دوه انسانانو وژنی ته چی د ځمکی په ننوتو کی ژوند له لاسه ورکړی وی توجه نه کوی. دا، ناامید کوونکی د انسان د خونین جنایت تارخ په ځمکه کی دی؛ هغه پیغامونه چی انسانیت له منځه وړی او جنایت او جنګ او مرګ د انسان په عادی حادثو بدلوی؛ خو د هغه کسانو لپاره چی تر اوسه د انسان ژوند ته اهمیت ورکوی، د ژوند موهبت ته قدر وکوی او د یو شخص د ژوند ژغورنی لپاره خوشحاله کیږی او هغه صادقانه ستایی، د تهران د قیام حادثه ډیر غم انګیزه وو تر هغه چی تصور کیږی. هغه غریب مهاجر چی د یو لقمی ډوډی د پیدا کولو لپاره دخپل وطن څخه لیری د نړی په یو امن لرونکی پایتخت کی کار کوی او د هغه د کارګری د ټولو ورځو په شان، کار کوی، دیو غیری پیش بینی سوی حادثی پواسطه خپل ژوند له لاسه ورکړ. د کیسی په بل برخه کی یو مامور چی د انسانانو د ژوند د ژغورلو لپار تلاش کوی، ددی ځلی خپل تلاش دی غریب مهاجر لپار وکړ چی د خپل وطن افغانستان څخه لیری وو تر څو وکولای سوای هغه تر کلونو کلونو پوری د ژوند د موهبت څخه برخمن کړی؛ خو په ډیر درد سره، دلته د هغه د ژوند اخیری شیبی هم وو، دواړه په یو حادثه کی خپل ژوند له لاسه ورکړ. دا حادثه یو ځل بیا هویتی، جغرافیایی او تباری مرزونه مات کړ او دواړه په یوه حادثه کی دیوبل تر څنګ قربانی سو. دا یو تکان ورکوونکی حادثه دی. په مرګ سره هر ډول بندونه کمزوره کیږی، اعتباری او مجازی هویتونه رنګ له لاسه ورکوی، ددی نړی مهم مرزونه ماتیږی. په دی حساب سره، ددنیا په هغه برخه کی به نور هیڅ څوک د افغانی کارګر او یا ایرانی مامور په شناسنامو یا تذکرو نه پیژندل کیږی؛ خو شک نه کوو هغه فداکارانه کار ته به توجه وسی او دهغوی په اخروی کتاب کی به حساب سی. افغانستانی کارګران په بیګانه ځمکه کی صادقانه تلاش وکړ ترڅو خراب سوی ځایونه بیرته جوړ کړی، یو ځای جوړ کړی او تر هغه مهم دا چی خپل زامنو او کورنی ته حلال خواړه پیداکړی. او ددی مقدس ماموریت په ترسره کولو سره د اجل په دام کی ولویدی. ایرانی مامور هم خپل ځان په خطر کی واچول تر څو دیو افغانی ژوند وژغوری او په نهایت کی، ددی قیصی دواړه قهرمانان، مرګ ته تسلیم سو. موږ ته ددی حادثی دواړه وجهی ډیر ناویل سوی کیسی لری؛ هغه مهم خبری چی د هغه مهم انسانی تامل او ابعادوته په لږ دقت سره، کولای سو د یو ځای اوسیدنی نوی او تازه او مهم نتیجو ته ورسیږو. ددی ناویل سوی کیسی څخه کولای سو د افغانیانو او ایرانیانو ترمنځ ډیر مشترکات پیدا کړو؛ هغه مهم مشترکات چی موږ حتی فداکاری ته هڅوی او دیو اوبل د ژوند ژغورنی ته هڅوی. البته تاریخ ددی حادثی څخه ډیر مثالونه لری؛ هغه مثالونه چی کولای سی د افغانستان او ایران هم سرنوشت او عقیدی او هم مرز ته مهم رنګ ورکړی. د ۳۰۰۰ افغانی کسانو شهادت د ایران په مقدس دفاع کی د عراق په مقابل کی او هم د ۳ میلیونو ایرانیانو میلمه توب د افغانستانی مهاجرو څخه ددی حادثو مثالونه دی. نو په یو پراخ نظراو بی تبعیض او تعصب سره دا یو مهم بهانه دی د دواړو هیوادو مشترکی انسانی خاصیتونه ته. ددواړو شهیدانو نومان په یاد ساتو او دهغوی کورنیو ته د صبر او اجر غوښتنه کوو.
https://avapress.net/vdcg3x9q7ak9wq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته