د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا نن د خپل سفر په ترڅ کې په افغانستان کې عسکرو ته وویل، چې د امریکا په مشرۍ ایتلاف په دې جنګ څپلي هېواد کې روانه جګړه ګټي.
نوموړي دغه خبره په پکتیکا کې امریکايي عسکرو ته په وینا کې وکړه.
نوموړي په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي، چې د امریکا متحده ایالاتو له افغانستان څخه د جنګي عسکرو د ویستلو لړۍ پیل کړې او ټاکل شوې؛ چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه د امنیت مسوولیتونه افغان ځواکونو ته وسپاري.
پنیټا کابل ته په رسیدو سره خبریالانو ته وویل، چې په ۲۰۱۱ کال کې ځواکونه توانیدلي، چې په افغانستان کې د شخړو اندازه راکمه کړي.
خو ملګرو ملتونو او نور ډلو ویلي، چې په افغانستان کې تشدد له دوه زرو لومړي کال نه تر ټولو بد حالت ته رسیدلی دی.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)