دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۴۱
د مطلب کود : 293047
په کاپيسا کې د يوې ترافيکي پيښې له امله لس تنه مړه او ټپيان شول
د کاپیسا ولایت سیمه ییز چارواکي د دغه ولایت په اله سای ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې مېرمنې په ګډون د ۴ تنو د وژل کېدو او ۶ نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کاپیسا ولایت د اسلامی امارت د پولیسو قومندانۍ اعلان کړی، چې دغه پېښه پرون جمعه (د سرطان ۱۵ مه) د چپی خېلو په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د دې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې يو تونس موټر له سړک څخه واوښت او چپه شو.

د دې پېښې د لامل په اړه څه نه دي ویل شوي.

دکاپيسا ولايت داسلامي امارت پوليسو دځينو ټپيانو روغتيايي حالت خراب وباله او ويې ويل چې ددرملنې لپاره کابل ته ليږدول شوي دي .

په دې وروستیو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوي دي.

دا ډول ترافيکي پېښې هر کال په هېواد کې لسګونه کسان وژني او لسګونه نور ټپيان او معيوبوي.

د معیاري سړکونو نشتوالی، د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د موټر چلولو د اصولو نه مراعات په هېواد کې د ترافیکي پېښو د رامنځته کېدو اصلي لاملونه بلل کېږي.
https://avapress.com/vdcayenu049now1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته