دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۱۰
د مطلب کود : 293056
په لوګر کې د هاوان مرمۍ د چاودیدو له امله څلور ماشومان وژل شوي دي
د لوګر سیمه ییز چارواکي د دغه ولایت په مرکز پل علم ښار کې د موسی کلا په سیمه کې د هاوان د مرمۍ د چاودیدو له امله د څلورو ماشومانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لوګر د امنیې قومندانۍ ویاند احمدالله انس وایي، چاودنه پرون ماښام د دغه ولایت د مرکز پل علم ښار په موسی کلا سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې ماشومانو د هاوان مرمۍ سره لوبې کولې. 

په دې پېښه کې یو بل ماشوم هم ټپي شوی دی.

د لوګر د امنيه قوماندانۍ وياند وايي، چې د هاوان دغه مرمۍ له تېرو جګرو راهيسې په سيمه کې پاتې وه.

د افغانستان له اوږدو جګړو څخه پاتې شوې وسلې وخت پر وخت قرباني اخلي.
https://avapress.com/vdcamenui49now1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته