کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په لوګر کې د هاوان مرمۍ د چاودیدو له امله څلور ماشومان وژل شوي دي

16 سرطان 1403 ساعت 11:10

د لوګر سیمه ییز چارواکي د دغه ولایت په مرکز پل علم ښار کې د موسی کلا په سیمه کې د هاوان د مرمۍ د چاودیدو له امله د څلورو ماشومانو د وژل کېدو خبر ورکوي.


آوا - کابل: د لوګر د امنیې قومندانۍ ویاند احمدالله انس وایي، چاودنه پرون ماښام د دغه ولایت د مرکز پل علم ښار په موسی کلا سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې ماشومانو د هاوان مرمۍ سره لوبې کولې. 

په دې پېښه کې یو بل ماشوم هم ټپي شوی دی.

د لوګر د امنيه قوماندانۍ وياند وايي، چې د هاوان دغه مرمۍ له تېرو جګرو راهيسې په سيمه کې پاتې وه.

د افغانستان له اوږدو جګړو څخه پاتې شوې وسلې وخت پر وخت قرباني اخلي.


د مطلب کود: 293056

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293056/په-لوګر-کې-د-هاوان-مرمۍ-چاودیدو-له-امله-څلور-ماشومان-وژل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com