دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۳۶
د مطلب کود : 293081
د غزې په تړانګه کې پنځه تنه نور فلسطيني خبريالان شهيدان شول
د صهیونیسټ رژيم په حملو کښې نن سهار (شنبه، د سرطان ۱۶) په غزې تړانګه کښې په یوشمیر کورونو باندې د صهیونیسټي رژیم په حملو کښې له ۲۳ زیات فلسطینیان شهیدان شول چې پکښې یوشمیر ماشومان، خبریالان او د فلسطین د کډوالو لپاره د ملګرو ملتو د مرستې او کار د ادارې (UNRWA) کارکوونکي وو.
افغان غږ خبری آژانس: فلسطیني سرچینو نن سهار د غزې تړانګې په مرکز کې پر څو کورونو د اسرائیلي پوځیانو د برید خبر ورکړ.

د الاقصی راډیو نن سهار (شنبه، د سرطان ۱۶مه) خبر ورکړ چې په دغه برید کې تر ۲۳ زیات فلسطینیان شهیدان شوی، چې یو شمېر یې ماشومان، خبریالان او د فلسطینی کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې (UNRWA) کارکونکی دی. شوي دي.

په ورته وخت کې الاقصی راډیو خبر ورکړی، چې په دې برید کې لسګونه نور فلسطینیان ټپیان شوی دی.

د دې راډیو د راپور له مخې، «سعدی مدوخ»، «ادیب سیکر»، «امجد الجهوة» او د هغه مېرمن «وفا ابو دبان» او «رزق ابو شیکیان»، چې د صهیونیسټانو په حمله کې نن سهار شهیدان شول، ژورنالستان وو.

په غزې تړانګې دصهیونیسټ رژیم په حملو کښې تراوسه په لسګونو فلسطینی خبریالان شهیدان شوی دی .

د اکتوبر له اوومې (د میزان له ۱۵مې) راهیسې اسرائیلي پوځ د امریکا په ملاتړ د غزې په تړانګه کې وحشتناکه جګړه پیل کړې ده، چې په پایله کې یې تر ۳۸ زره زیات فلسطینیان شهیدان شوي دي.

د فلسطین د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې په شهیدانو کې اکثره ښځې، ماشومان او بوډاګان دي او تر لسو زرو زیات فلسطینیان لادرکه دي.

دصهیونیسټ رژیم په حملو کښې په غزې تړانګې کښې ډیر مهم تاسیسات ویجاړ شوی دی او دغه سیمه د اسرائیلی پوځیانو تر محاصرې لاندې ده .
https://avapress.com/vdcivparzt1a3u2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته