دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۵۹
د مطلب کود : 293088
له ایران او پاکستان څخه شاوخوا ۱۲ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شول
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی، چې په تېرو څلورو ورځو کې (د سرطان له ۱۲ تر ۱۵) ۱۱۹۹۷ افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه په جبري او داوطلبانه ډول هېواد ته راستانه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن سه شنبه (د سرطان ۱۶ مه) په خپل ایکس پاڼه کې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې له ایران څخه ۱۰۶۴۵ تنه هیواد ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت زیاته کړې چې ۱۳۵۲ نور کسان له پاکستان څخه د سپین بولدک او تورخم له لارې راستانه شوي دي.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، دغه کسان له نوم لیکنې وروسته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شول.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د وروستیو شمېرو له مخې په تېره یوه میاشت کې ۱۱۵ زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي دي.
https://avapress.com/vdcfcmd0cw6d1xa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته