کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له ایران او پاکستان څخه شاوخوا ۱۲ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

16 سرطان 1403 ساعت 14:59

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی، چې په تېرو څلورو ورځو کې (د سرطان له ۱۲ تر ۱۵) ۱۱۹۹۷ افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه په جبري او داوطلبانه ډول هېواد ته راستانه شوي دي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن سه شنبه (د سرطان ۱۶ مه) په خپل ایکس پاڼه کې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې له ایران څخه ۱۰۶۴۵ تنه هیواد ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت زیاته کړې چې ۱۳۵۲ نور کسان له پاکستان څخه د سپین بولدک او تورخم له لارې راستانه شوي دي.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، دغه کسان له نوم لیکنې وروسته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شول.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د وروستیو شمېرو له مخې په تېره یوه میاشت کې ۱۱۵ زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي دي.


د مطلب کود: 293088

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293088/له-ایران-او-پاکستان-څخه-شاوخوا-۱۲-زره-افغان-کډوال-هېواد-ته-راستانه-شول

آوا
  https://www.avapress.com