افغان غږ خبری آژانس: د پوهنې وزارت یوه چارواکي په کابل ښار کې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ۴۱ خصوصي ښوونځیو د بیا پرانستلو د حکم د صادرېدو خبر ورکړ او ویې ویل چې د دغو ښوونځیو پرانیستل د دوحې له غونډې سره تړاو نه لري، تر شپږم ټولګي پورې د نجونو د ښوونځيو پرانستل یوه داخلي او کورنۍ مسله ده او په افغانانو اړه لري.
د دغه وزارت د يوه چارواکي په وينا، د دې ښوونځيو د خصوصي کېدو له امله يې اعلانولو ته اړتيا نه شته او هغه دا هم زياته کړه، چې د دغو ښوونځيو له خوا د زده کړو لپاره چمتو شوى ځاى د اسلامي شريعت له نظره مناسب دى.
یک تلویزیون د راپور له مخې، د پوهنې وزارت دغه چارواکي د دغو ښوونځيو ښوونکې د هلکانو لپاره نارينه او د نجونو لپاره ښځینه ښوونکې اعلان کړي دي.
د دغه وزارت د چارواکو په وینا، هغه نور ښوونځي چې د دغه وزارت له خوا ټاکل شوي معیارونه پوره کولای شي، د بیا پرانیستلو امر به وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې درې کاله تېرېږي، لا هم د نجونو دولتي ښوونځي له شپږ کلنۍ پورته تړلي دي او د سرپرست حکومت چارواکي تل هڅه کوي، چې د ښوونځيو د پرانيستلو لپاره زمينه برابره کړي.