کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو لپاره ۴۱ خصوصي ښوونځي پرانیستل شول

16 سرطان 1403 ساعت 11:25

د پوهنې وزارت چارواکو په کابل کې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د شاوخوا ۴۱ خصوصي ښوونځیو د بیا پرانیستلو اعلان وکړ او ویې ویل، چې دغه ښوونځي د پوهنې وزارت له ټاکل شوي معیار سره برابر دي.


آوا: د پوهنې وزارت یوه چارواکي په کابل ښار کې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ۴۱ خصوصي ښوونځیو د بیا پرانستلو د حکم د صادرېدو خبر ورکړ او ویې ویل چې د دغو ښوونځیو پرانیستل د دوحې له غونډې  سره تړاو نه لري، تر شپږم ټولګي پورې د نجونو د ښوونځيو پرانستل یوه داخلي او کورنۍ مسله ده او په افغانانو اړه لري.

د دغه وزارت د يوه چارواکي په وينا، د دې ښوونځيو د خصوصي کېدو له امله يې اعلانولو ته اړتيا نه شته او هغه دا هم زياته کړه، چې د دغو ښوونځيو له خوا د زده کړو لپاره چمتو شوى ځاى د اسلامي شريعت له نظره مناسب دى. 

یک تلویزیون د راپور له مخې، د پوهنې وزارت دغه چارواکي د دغو ښوونځيو ښوونکې د هلکانو لپاره نارينه او د نجونو لپاره ښځینه ښوونکې اعلان کړي دي.

د دغه وزارت د چارواکو په وینا، هغه نور ښوونځي چې د دغه وزارت له خوا ټاکل شوي معیارونه پوره کولای شي، د بیا پرانیستلو امر به وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې درې کاله تېرېږي، لا هم د نجونو دولتي ښوونځي له شپږ کلنۍ پورته تړلي دي او د سرپرست حکومت چارواکي تل هڅه کوي، چې د ښوونځيو د پرانيستلو لپاره زمينه برابره کړي.


د مطلب کود: 293059

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293059/په-کابل-کې-له-شپږم-ټولګي-څخه-پورته-د-نجونو-لپاره-۴۱-خصوصي-ښوونځي-پرانیستل-شول

آوا
  https://www.avapress.com