دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۳۱
د مطلب کود : 293077
د شانګهای د همکارۍ سازمان په افغانستان کې د انرژۍ او مخابراتي پروژو په تطبیق کې برخه اخلي
د ترکمنستان ولسمشر په افغانستان کې د انرژۍ او ارتباطي پروژو د تطبیق په برخه کې د شانګهای د همکاریو د سازمان د غړو هېوادونو ونډه مهمه وبلله.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د شانګهای د همکارۍ سازمان له غړو هېوادونو وغوښتل چې په افغانستان کې د انرژۍ او مخابراتي پروژو په تطبیق کې برخه واخلي.

د ترکمنستان جمهور رئیس وویل، له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو د لېږد (ټاپي) او نوري فایبر پروژې عملي کېدو ته اړتیا ده.

د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې چین، روسیه، ایران، هند، قزاقستان، قرغزستان، پاکستان، تاجکستان او ازبکستان نهه دایمي غړي دي او درې هېوادونه افغانستان، بلاروس او منګولیا څارونکي غړي دي.
https://avapress.com/vdcd5s0x5yt0nz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته