دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۱۱
د مطلب کود : 293091
جلال آباد ښار د پراختیا په حال کې دی
د ښار او کور جوړونې وزارت د ننګرهار د ښار جوړونې او کور جوړونې له رئیس سره د دغه وزارت د سرپرست د لیدنې خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې د جلال آباد ښار د نفوس د زیاتوالي له امله دغه ښار د پراختیا په حال کې دی.
افغان غږ خبری آژانس: د ښار او کور جوړونې وزارت مطبوعاتي دفتر اعلان کړی، چې د دغه وزارت سرپرست حمدالله نعماني د ننګرهار ولایت د ښار جوړونې او کور جوړونې له رئیس سره په کتنه کې پر دې ټینګار کړی دی، چې د دغه ښار نفوس ورځ تر بلې ډېرېږي نو لازمه ده چېدا ښار پراخ کړل شي.

نوموړي د نوي ښار د جوړېدو لپاره لومړني ګامونه اعلان کړل او زياته يې کړه، چې د دغه ښار په ختيځه برخه کې د جلال اباد ښار د نوي ښار لپاره ٤٤ زره جريبه ځمکه ځانګړې شوې ده.

د ښار جوړونې او کور جوړونې وزارت سرپرست د دغه وزارت له خوا د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ښارونو په منظمه پراختیا ټینګار وکړ.
https://avapress.com/vdcjhte8vuqehyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته