کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جلال آباد ښار د پراختیا په حال کې دی

16 سرطان 1403 ساعت 15:11

د ښار او کور جوړونې وزارت د ننګرهار د ښار جوړونې او کور جوړونې له رئیس سره د دغه وزارت د سرپرست د لیدنې خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې د جلال آباد ښار د نفوس د زیاتوالي له امله دغه ښار د پراختیا په حال کې دی.


آوا: د ښار او کور جوړونې وزارت مطبوعاتي دفتر اعلان کړی، چې د دغه وزارت سرپرست حمدالله نعماني د ننګرهار ولایت د ښار جوړونې او کور جوړونې له رئیس سره په کتنه کې پر دې ټینګار کړی دی، چې د دغه ښار نفوس ورځ تر بلې ډېرېږي نو لازمه ده چېدا ښار پراخ کړل شي.

نوموړي د نوي ښار د جوړېدو لپاره لومړني ګامونه اعلان کړل او زياته يې کړه، چې د دغه ښار په ختيځه برخه کې د جلال اباد ښار د نوي ښار لپاره ٤٤ زره جريبه ځمکه ځانګړې شوې ده.

د ښار جوړونې او کور جوړونې وزارت سرپرست د دغه وزارت له خوا د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ښارونو په منظمه پراختیا ټینګار وکړ.


د مطلب کود: 293091

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293091/جلال-آباد-ښار-د-پراختیا-په-حال-کې-دی

آوا
  https://www.avapress.com