دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۳۸
د مطلب کود : 293082
د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د پولیو د واکسین د کمپاین نوی پړاو پیلېږي
د "پوليو څخه پاک افغانستان" په نوم ياده شوې موسسه نن (دوشنبه، د سرطان ١٨مه) د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د پوليو د واکسيناسيون د کمپاين د نوي پړاو د پيل خبر ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس: نن (شنبه، د سرطان ۱۶مه) د پولیو څخه د پاک افغانستان موسسې په ایکس پاڼه کې لیکلي چې د پولیو واکسین کمپاین به د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې پیل شي.

د "پولیو څخه پاک افغانستان" سازمان نه دي ویلي چې په دغه کمپاین کې به څومره ماشومان واکسین شي او د هېواد په څو ولایتونو کې به ترسره شي.

دغې ادارې شاوخوا درې میاشتې وړاندې د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کړی و.

په ورته وخت کې سږ کال په نورستان، کونړ، هرات، کندهار او غزني ولایتونو کې د پولیو ناروغۍ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

خو لا هم په افغانستان او پاکستان کې د پولیو ناروغي په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې.
https://avapress.com/vdcjote88uqehyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته