کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د شانګهای د همکارۍ سازمان په افغانستان کې د انرژۍ او مخابراتي پروژو په تطبیق کې برخه اخلي

16 سرطان 1403 ساعت 13:31

د ترکمنستان ولسمشر په افغانستان کې د انرژۍ او ارتباطي پروژو د تطبیق په برخه کې د شانګهای د همکاریو د سازمان د غړو هېوادونو ونډه مهمه وبلله.


آوا - کابل: د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د شانګهای د همکارۍ سازمان له غړو هېوادونو وغوښتل چې په افغانستان کې د انرژۍ او مخابراتي پروژو په تطبیق کې برخه واخلي.

د ترکمنستان جمهور رئیس وویل، له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو د لېږد (ټاپي) او نوري فایبر پروژې عملي کېدو ته اړتیا ده.

د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې چین، روسیه، ایران، هند، قزاقستان، قرغزستان، پاکستان، تاجکستان او ازبکستان نهه دایمي غړي دي او درې هېوادونه افغانستان، بلاروس او منګولیا څارونکي غړي دي.


د مطلب کود: 293077

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293077/د-شانګهای-همکارۍ-سازمان-په-افغانستان-کې-انرژۍ-او-مخابراتي-پروژو-تطبیق-برخه-اخلي

آوا
  https://www.avapress.com