دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ دلو ۱۳۹۰ ساعت ۱۴:۳۱
د مطلب کود : 36251
لیون پنیټا له ګوانټانامو څه د طالبانو د خوشې کولو په اړه شرط لري
پنیټا چې د امریکا د مشرانو جرګې د پوځي خدماتو کمیټې یې ته خبرې کولې دغه راز وویل، چې تراوسه په دې اړه چې له دې زندان څخه طالب بندیان خوشې شي او که نه؟ پریکړه نه ده شوې.
د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیټا وایي، دی به په افغانستان کې د سولې د بهیر د یوې برخې په توګه ترهغو پورې د امریکا له ګوانټانامو زندان څخه د طالب بندیانو د خوشې کولو پریکړه منظور نه کړي ترڅو دا ډاډ نه وي حاصل شوی؛ چې دوی بیرته په جګړو کې برخه نه اخلي.

پنیټا چې د امریکا د مشرانو جرګې د پوځي خدماتو کمیټې یې ته خبرې کولې دغه راز وویل، چې تراوسه په دې اړه چې له دې زندان څخه طالب بندیان خوشې شي او که نه؟ پریکړه نه ده شوې.

د ولسشمر بارک اوباما اداره د افغانستان د جګړې د ختمولو د هڅو په ترڅ کې د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د مستقیمو خبرو د پیلیدو د زمینې برابرولو په مقصد له ګوانټانامو زندان څخه د طالبانو د پنځو مشرانو د خوشې کیدو په اړه غور کوي.

ټاکل شوې ده، چې د طالبانو دغه پنځه مشران له خوشې کیدو وروسته قطر ته چیرې چې د طالبانو لپاره د دفتر د پرانستلو خبره کیږي، واستول شي.

خو د امریکا کانګرس له دې کار سره مخالفت کوي.

د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال ″مارټین ډېمسي″ وایي، دی د روغې جوړې پلوي کوي، خو په دې اړه چې خوشې کیدونکي افراد به په څه ډول کنټرولیږي، اندیښنه لري.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcezw8x.jh8pni6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته