دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۱۸:۵۹
د مطلب کود : 55688
لېون پنیټا په واشنګټن کې د اسد الله خالد پوښتنې ته ورغلی
د بهرنیو چارو وزارت وایي، د امریکا د دفاع وزیر لېون پنیټا نن په واشنګټن کې د افغانستان د ملي امنیت دعمومي رییس اسد الله خالد پوښتنې ته ورغی.

د بهرنیو چارو وزارت د رسنیو دفتر وایي چې؛ ښاغلي پنیټا د اسد الله خالد د وضعیت پر ښه کیدو خوښي څرګنده کړه.

د یاد دفتر د معلوماتو له مخې، د امریکا د دفاع وزیر او د افغانستان د ملي امنیت رییس دغه راز د افغانستان د امنیتي وضعیت، د دواړو هیوادونو تر منځ امنیتي تړون او د افغانستان د سولې د بهیر په اړه خبرې وکړې.

ښاغلی خالد تیره میاشت په کابل کې په یوې ځان وژونکې حمله کې ټپي او وروسته بیا د درملنې لپاره امریکا ته واستول شو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjomei.uqeioz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته