دخپریدو نیټه :جمعه ۱۵ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۰۱
د مطلب کود : 55607
لیون پنیټا په پاکستان کې د ملا نذیر د وژل کېدو هرکلی وکړ
د امریکا دفاع وزارت پرون د یوې بې پیلوټه الوتکې په حمله کې د پاکستاني طالبانو د نامتو قوماندان ملانذیر د مړینې هرکلی وکړ.

د پنټاګون ویاند جورج لېټل حمله تایید نه کړه؛ خو ویې ویل، چې د دې افراطي قوماندان مړینه طالبانو ته یوه سخته ضربه وه او د امریکا او پاکستان د پوځونو په ګټه ده.

امریکايي چارواکي عموماً د بې پیلوټه الوتکو د حملو په اړه تبصرې نه کوي. د راپورونو له مخې ملانذیر د چارشنبې په ورځ سهاروختي په جنوبي وزیرستان کې د یوې بې پیلوټه الوتکې په راکټي حمله کې ووژل شو. په راپورونو کې ویل شوي چې د ده مرستیال هم په هغو اتو کسانو کې شامل دی چې په دې برید کې وژل شوي دي.

دی د هغو حملو عامل ګڼل کېږي چې د امریکا او ناټو پر ځواکونو په افغانستان کې شوي. ویل کېږي ملانذیر د پاکستان له پوځ سره اوربند کړی و او ډېر تمرکز یې د افغانستان پر جګړې و.

سرچینه: ازادی رادیو



جمعه ۱۵ جدی
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca0inm.49nmw1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته