کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پنیټا: نړېوال ځواکونو به د افغانستان جنګ ګټي

افغان غږ آژانس(آوا) , 23 قوس 1390 ساعت 18:39

پنیټا کابل ته په رسیدو سره خبریالانو ته وویل، چې په ۲۰۱۱ کال کې ځواکونه توانیدلي، چې په افغانستان کې د شخړو اندازه راکمه کړي.


د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا نن د خپل سفر په ترڅ کې په افغانستان کې عسکرو ته وویل، چې د امریکا په مشرۍ ایتلاف په دې جنګ څپلي هېواد کې روانه جګړه ګټي.

نوموړي دغه خبره په پکتیکا کې امریکايي عسکرو ته په وینا کې وکړه.
نوموړي په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي، چې د امریکا متحده ایالاتو له افغانستان څخه د جنګي عسکرو د ویستلو لړۍ پیل کړې او ټاکل شوې؛ چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه د امنیت مسوولیتونه افغان ځواکونو ته وسپاري.

پنیټا کابل ته په رسیدو سره خبریالانو ته وویل، چې په ۲۰۱۱ کال کې ځواکونه توانیدلي، چې په افغانستان کې د شخړو اندازه راکمه کړي.

خو ملګرو ملتونو او نور ډلو ویلي، چې په افغانستان کې تشدد له دوه زرو لومړي کال نه تر ټولو بد حالت ته رسیدلی دی.


د مطلب کود: 33821

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/33821/پنیټا-نړېوال-ځواکونو-د-افغانستان-جنګ-ګټي

آوا
  https://www.avapress.com