افغان غږ خبری آژانس - کابل: د خوست ولایت د عامې روغتیا ریاست مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د خوست ولایت د بېلابېلو ناروغیو د تشخیص په موخه د درې لویو لابراتوارونو او طبي وسایلو په نصبولو سره دغه مرکز فعال شو.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د دې رياست پر جوړېدو دوه سوه پنځوس زره امريکايي ډالر لګښت راغلى دى.
باید وویل شي، چې د هېواد په لرو پرتو ولایتونو کې خلک له روغتیايي ستونزو سره مخ دي.