افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د شنبې په ورځ (۵ عقرب) په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان (WHO) مشر ډاکټر ادوین سلوادور د بامیان ولایت له والي مولوي عبدالله سرحدي سره وکتل.
په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ایډون سلواډور له دغه سازمان سره د بامیان ولایت د سیمه ییز حکومت له هراړخیزو همکاریو څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې د دغه سازمان د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د کوویډ-۱۹ د ساري ناروغیو په ۳۰ بستریز روغتون کې د بامیان ولایت ولایتي روغتون او ولسوالیو کې په عادي ډول دوام لري او دغې موسسې د بامیان په کچه د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو تر څنګ په دې وروستیو کې په بېلابېلو روغتیايي څانګو کې روزل شوي متخصصین د ناروغانو د درملنې لپاره استخدام کړي دي.
د باميان والي مولوي عبدالله سرحدي په هېواد کې د روغتيا د نړيوال سازمان د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو هرکلى وکړ او ډاډ يې ورکړ، چې دغه اداره به د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې د روغتيايي بنسټونو او موسسو د دفترونو د امنيت د تامين لپاره جدي هڅې وکړي.