دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۲۰
د مطلب کود : 299442
د ملګرو ملتونو له خوا له ایران او پاکستان څخه د راستنیدونکو ۹۵ زره افغان کډوالو لپاره د حفاظتي خدمتونو برابرول
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ اعلان وکړ چې په تېره یوه میاشت کې له ایران او پاکستان څخه راستانه شوي ۹۵ زره افغان کډوالو ته د رواني روغتیا، د ماشومانو د ملاتړ او د ښځو د خوندیتوب په ګډون د محافظتي خدمتونو د برابرولو اعلان کوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ د یوه راپور په خپرولو سره دغه احصایه اعلان کړې ده.

د راپور له مخې، په دغو خدمتونو کې رواني روغتیا، د ټولنې ګډون، د ماشومانو ساتنه، د ښځو خوندیتوب، د ساتنې څارنه، د کورنۍ ارزونه، داوطلبانه راستنیدل، د راستنیدو څارنه، د ځانګړو اړتیاو لرونکو خلکو لپاره ځانګړي ملاتړ، شکایتونه او د فیډبیک جوړښتونه شامل دي.

د يادونې وړ ده، چې له ايران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري او داوطلبانه شړلو لړۍ دوام لري، چې تر دې مهاله سلګونه زره کسان هېواد ته راستانه شوي دي.
https://avapress.net/vdcfj1d00w6d1ja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته