دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۱۲
د مطلب کود : 299419
په بدخشان کې د پستې په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی
د بدخشان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي چې سږ کال په دغه ولایت کې د پستې حاصلات د تېر کال په پرتله ډېر شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د طبیعي سرچینو رئیس انجینر روح الله نوري وايي، سږ کال د پستې حاصلات ۱۱/ ۶ ټنه زیات شوي، په داسې حال کې چې تېر کال د وچکالۍ له امله دغه کچه صفر وه.

نوري په بدخشان کې سږ کال د پستې د حاصلاتو د زياتوالي لامل د موسمي بارانونو زياتوالى، د کرنې لپاره د مناسب اقليمي تازه والي او د پستې د ونو د ساتلو له نويو لارو چارو څخه د خلکو خبرتيا هغه څه ګڼي چې مهم رول لري. 

په ورته وخت کې د سيمې يو شمېر اوسېدونکي د پستې د حاصلاتو له ډېرېدو خوښ دي، خو وايي، چې د دوى يوازينۍ عايد د پستې ځنګلونه دي، چې هر کال يې تر حاصلاتو وروسته په مساوي ډول وېشي.
https://avapress.net/vdcjvhe8huqehxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته