کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بدخشان کې د پستې په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

7 عقرب 1403 ساعت 11:12

د بدخشان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي چې سږ کال په دغه ولایت کې د پستې حاصلات د تېر کال په پرتله ډېر شوي دي.


آوا - کابل: د اسلامی امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د طبیعي سرچینو رئیس انجینر روح الله نوري وايي، سږ کال د پستې حاصلات ۱۱/ ۶ ټنه زیات شوي، په داسې حال کې چې تېر کال د وچکالۍ له امله دغه کچه صفر وه.

نوري په بدخشان کې سږ کال د پستې د حاصلاتو د زياتوالي لامل د موسمي بارانونو زياتوالى، د کرنې لپاره د مناسب اقليمي تازه والي او د پستې د ونو د ساتلو له نويو لارو چارو څخه د خلکو خبرتيا هغه څه ګڼي چې مهم رول لري. 

په ورته وخت کې د سيمې يو شمېر اوسېدونکي د پستې د حاصلاتو له ډېرېدو خوښ دي، خو وايي، چې د دوى يوازينۍ عايد د پستې ځنګلونه دي، چې هر کال يې تر حاصلاتو وروسته په مساوي ډول وېشي.


د مطلب کود: 299419

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299419/په-بدخشان-کې-د-پستې-حاصلاتو-پام-وړ-زیاتوالی-راغلی

آوا
  https://www.avapress.net