دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۵۲
د مطلب کود : 299447
د کډوالو د نړیوال سازمان له خوا په افغانستان کې د څه باندې دوه زره کاري فرصتونه رامنځته شوي دي
د مهاجرت نړیوال سازمان اعلان کړی چې د تیر کال له جنورۍ څخه د روان کال تر سپټمبر پورې یې څه باندې ۲۴۰۰ کاري فرصتونه پیدا کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د مهاجرت نړیوال سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د پانګونې، تجهیزاتو او روزنې په برخو کې د کوچنیو او متوسطو متشبثینو په ملاتړ سره، ځوانانو، راستنیدونکو او ښځو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د يادونې وړ ده، چې د نړيوالو مرستو په کمېدو، د لويو بنسټيزو پروژو له ځنډېدو او له ايران او پاکستان څخه د کډوالو په ډله ييزه شړلو سره په هېواد کې د بېکارۍ کچه ډېره شوې ده.
https://avapress.net/vdcayonu049noy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته