افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د ځوانانو د فوټبال ملي لوبډلې د یکشنبې په ورځ د عقرب په ۶ مه نېټه د اسیا د ملتونو د جام په مقدماتي پړاو کې په خپله څلورمه لوبه کې بنګله دېش ته ۳-۲ ماتې ورکړه.
د دې لوبې لومړۍ نیمايي ۱-۲ د بنګله دېش په ګټه پای ته ورسېده، خو په دویمه نیمايي کې افغان ملي لوبډله وتوانېده چې له لاسه ورکړل شوی ګول پوره کړي او بریالۍ ګول ووهي.
په دې لوبه کې چې د اسيا د ١٧ کلنو د فوټبال د ملتونو جام د مقدماتي پړاو په چوکاټ کې ترسره شوه، د افغانستان د فوټبال ځوانو لوبغاړو وتوانېد چې خپل بنګله دېشي سيال ته د ٣-٢ په توپير ماتې ورکړي.
په ننۍ لوبه کې یاسر صافي، میلاد نوري او آرش احمدي د افغانستان لپاره ګولونه وکړل.
په دې بریا سره افغانستان د ۲۰۲۵ کال اسیا جام سیالیو ته په خپل ګروپ کې د مخکښ ټیم په توګه لاره پیدا کړه.