کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هیواد د ۱۷ کلنو فوټبال ملي ټیم لپاره یوه بله بریا 

7 عقرب 1403 ساعت 9:27

د هېواد د فوټبال د ۱۷ کلنو ملي لوبډلې د اسیا د ملتونو جام د غوراوي په وروستۍ لوبه کې بنګله دېش ته په ۳-۲ ماتې ورکولو سره د خپل ګروپ په سر کې ځای خپل کړ او د ۲۰۲۵ کال اسیايي هېوادونو جام ته یې لاره پیدا کړه.


آوا: د افغانستان د ځوانانو د فوټبال ملي لوبډلې د یکشنبې په ورځ د عقرب په ۶ مه نېټه د اسیا د ملتونو د جام په مقدماتي پړاو کې په خپله څلورمه لوبه کې بنګله دېش ته ۳-۲ ماتې ورکړه.
د دې لوبې لومړۍ نیمايي ۱-۲ د بنګله دېش په ګټه پای ته ورسېده، خو په دویمه نیمايي کې افغان ملي لوبډله وتوانېده چې له لاسه ورکړل شوی ګول پوره کړي او بریالۍ ګول ووهي.
په دې لوبه کې چې د اسيا د ١٧ کلنو د فوټبال د ملتونو جام د مقدماتي پړاو په چوکاټ کې ترسره شوه، د افغانستان د فوټبال ځوانو لوبغاړو وتوانېد چې خپل بنګله دېشي سيال ته د ٣-٢ په توپير ماتې ورکړي.
په ننۍ لوبه کې یاسر صافي، میلاد نوري او آرش احمدي د افغانستان لپاره ګولونه وکړل.
په دې بریا سره افغانستان د ۲۰۲۵ کال اسیا جام سیالیو ته په خپل ګروپ کې د مخکښ ټیم په توګه لاره پیدا کړه.


د مطلب کود: 299401

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299401/د-هیواد-۱۷-کلنو-فوټبال-ملي-ټیم-لپاره-یوه-بله-بریا

آوا
  https://www.avapress.net