دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۹:۴۸
د مطلب کود : 299396
په لغمان کې د راستنېدونکو کورنیو لپاره د درې میلیونه افغانیو په ارزښت د سرپناه د جوړېدو چارې پیل شوې
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ او د ناروې د مهاجرت ادارې په مالي مرسته په لغمان ولایت کې د ۳ میلیونو ډالرو په لګښت ۳۱۰ راستنیدونکو، بې ځایه شویو او اړمنو کورنیو ته د سرپناه د جوړولو کار پیل کړ.
افغان غږ خبری آژانس: د اسلامي امارت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي، چې په لغمان ولایت کې ۳۱۰ راستنیدونکو، بې ځایه شویو او اړمنو کورنیو ته د دایمي سرپناه جوړولو پروژه په لاره اچول شوې ده. په دغه ولايت کې د سيمه ييزو چارواکو په شتون کې بشپړ شو.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پروژه د څه باندې درې میلیونه ډالرو په ارزښت د لغمان د قرقین ولسوالۍ په نوآباد سیمه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ او د ناروې د مهاجرت شورا په مالي مرسته جوړه شوې ده.
دغه سرپناه دوه د اوسیدو خونې، یو پخلنځي او یو دالان لري او هرې مستحقې کورنۍ ته به په دریو قسطونو کې ۴۳۰۰ ډالره ورکړل شي.
د یادولو وړ ده چې ددې پروژې په پیل سره به ۱۶۰۰ تنو ته د کار زمینه برابره شي.
https://avapress.net/vdcdnn0x9yt0ns6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته