دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۵۷
د مطلب کود : 299156
په هرات ولايت کې د څه د پاسه اووه ميليونه افغانيو په لګښت د افغانستان د ملي بانک ودانۍ ورغول شو
د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي، په هرات ولايت کې د افغانستان ملي بانک د څه د پاسه اووه ميليونه افغانيو په لګښت له سره ورغول شو.
افغان غږ خبری آژانس : د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان ملي بانک ودانۍ له بیارغونې وروسته پرانستل شوه.
 
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان ملي بانک څانګه د څه باندې اووه میلیونه افغانیو په لګښت رغول شوې ده.
 
په خبرپاڼه کې د افغانستان د ملي بانک د عمومي رئیس شاکر جلالي له قوله دا هم راغلي، چې دغه بانک په منظم او پر وخت خلکو ته عصري خدمات وړاندې کوي.
 
په همدې حال کې په هرات ولايت کې د افغانستان د ملي بانک رييس وويل چې دغه بانک په ورځ کې له زرو څخه زيات مراجعين لري.
 
د افغانستان ملي بانک له نهو لسیزو راهیسې د افغانستان تر ټولو معتبر بانک بلل کېږي.
https://avapress.net/vdchmwni-23nwzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته