دخپریدو نیټه :جمعه ۴ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۱۰
د مطلب کود : 299229
د غزې د شهیدانو شمېر ۴۲۸۴۷ تنو ته ورسېد
د غزې تړانګې د روغتیا وزارت په دغه تړانګه کښې د صهیونیسټی رژیم د نیواکګرانو په حملو کښې د شهیدانو شمیر ۴۲ زره او ۸۴۷ تنو ته او د زخمیانو شمیر یو لک او ۵۴۴ تنو ته رسیدلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د غزې تړانګې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د ۲۰۲۳ میلادی کال د اکتوبر له ۷ نیټې څخه په دغه تړانګه کښې د صهیونیسټی رژیم د یرغل له امله د شهیدانو شمیر ۴۲۸۴۷ تنو ته او د زخمیانو شمیر ۱۰۰۵۴۴ ته رسیدلی دی. 
دا احصایې په داسې حال کې مخې ته راځي چې طبي سرچینو اعلان کړی چې د پنجشنبې له سهار راهیسې د غزې تړانګې پر بېلابېلو سیمو د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې ۲۹ فلسطینیان شهیدان شوي چې ۲۳ یې د غزې په مرکز او جنوب کې دي.
د النصیرات په کمپ کښې د العوده روغتون چارواکو تائید کړه چې په دغه کیمپ کښې د بې کوره شویو کسانو په یوه ښوونځی باندې د صهیونیسټ رژیم په هوایی حمله کښې ۱۷ کسان شهیدان او لږ تر لږه ۴۲ نور ژوبل شول.
https://avapress.net/vdcir3ar3t1a3r2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته