دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۵۵
د مطلب کود : 299020
د صهیونیسټ رژیم پر ضد حزب الله نن سهار عملیات پیل کړل
د لبنان حزب الله غورځنګ نن (دوشنبه، ۳۰ میزان) د نیواکګرو پر ضد د ۹ عملیاتو اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس: د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ په یوه جلا بیانیه کښې اعلان وکړ چې د تیرې دوشنبې په سهار یې د لبنان په جنوب او د نیواک شوی فلسطین په شمالی سیمو کښې د صهیونېسټ رژیم او د هغه د پوځ په خلاف عملیات ترسره کړی دی. 
 
- د اسراییلي پوځ د هرمیس ۹۰۰ ډرون په نښه کول.
- په ادم کې د اسراییلي پوځ توپخانې په نښه کول.
- د کریت شمون په ښارګوټي د توغندیو بریدونه.
- د بیتیل اډې په نښه کول.
- د مصر په ښارګوټي کې د المالکیه او الحرة الشرقیه په پوځي ځایونو د صهیونیسټي پوځیانو په غونډه د توغندیو برید.
- مارون الراس ته څېرمه په جبل خیل کې د صهیونیسټي پوځیانو په خوځښتونو توغندیز برید.
- په خال ورد کې د اسرایلي پوځیانو پر مرکز توغندیز برید.
 
د لبنان د حزب الله غورځنګ د پرون او یکشنبې په ورځو کښې د صهیونیسټی فوځ او د اسرائیلو د رژیم په خلاف ۲۵ توغندی، ډرون او توپخانې عملیات ترسره کړل. دغه غورځنګ د تل په شان په غزه کښې د فلسطینی ولس او مقاومت په ملاتړ او هم په غزه او لبنان کښې د اسرائیلی رژیم د جنایتونو په غبرګون کښې دغه حملې ترسره کړی دی.
https://avapress.net/vdchiwniv23nwvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته