دخپریدو نیټه :جمعه ۴ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۲۰:۰۸
د مطلب کود : 299249
په لغمان کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د کورونو جوړول
په لغمان ولایت کې سیمه ییز چارواکي وايي، د ملګرو ملتونو په مالي مرسته به له طبیعي پېښو څخه راستنو شویو او زیانمنو شویو ۳۱۰ کورنیو ته کورونه جوړ شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لغمان د کډوالو او راستنیدونکو چارو رییس مولوی غلام الرحمن بلال وایی، چې دغه کورونه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ په مالي مرسته د ۱،۳ میلیونه ډالرو په لګښت جوړ شوي دي. د (UNHCR) په مرسته د لغمان په مرکز مهترلام ښار او د دغه ولایت په قرغیو، الینګار او بادپخ ولسوالیو کې د ۳۱۰ زیانمنو شویو کورنیو لپاره ودانۍ جوړې شوې.
 
هغه زياته کړه، هر کور به دوه خونې، يو دالان، يو تشناب او يو پخلنځي ولري.
 
په دې مراسمو کې د لغمان والي شیخ شیراحمد حقاني د خبرو پر مهال وویل چې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د کورونو جوړول یوه مهمه اړتیا او ښه کار دی.
 
نوموړي پر نورو بنسټونو غږ وکړ، چې د لغمان ټولو خلکو ته اساسي خدمات وړاندې کړي، لکه کورونه، پلونه، سړکونه جوړ او سوداګري ورته برابره کړي، چې د خلکو اقتصاد هم ورسره پياوړی شي.
 
په همدې حال کې د لغمان د اقتصاد رئیس مولوي جان محمد حامد وايي، لغمان ته تر پنځه زره ډېرې کورنۍ راستنې شوې چې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
 
نوموړي د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ (UNHCR) او نورو ادارو وغوښتل چې د خلکو د ستونزو د هواري لپاره لا ډېر کار وکړي.
https://avapress.net/vdcayonuo49nou1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته