دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۵۴
د مطلب کود : 299342
د بیروت په مختلفو سیمو د اسرائیلو هوايي بریدونه
د صهیونیسټی پوځیانو جنګی الوتکو نن (یکشنبه) سهار وختی د بیروت د جنوبی سیمو په مختلفو سیمو بمباری وکړه.
افغان غږ خبری آژانس: لبناني سرچینو نن سهار (یکشنبه) اعلان وکړ، چې صهیونیسټي پوځیانو په تیرو څو ساعتونو کښې د بیروت د جنوبي سیمو په مختلفو سیمو باندې اته ځله هوايي حملې کړي دي.
د المیادین شبکې د معلوماتو له مخې، دغه بریدونه د «برج البراجنح»، «حرح حریک» او «الحدیث» په سیمو کې شوي دي.
د یمن المسیره چینل هم په بیروت کښې د خپل خبریال په حواله خبر ورکړی چې په دغو حملو کښې ۲۵ کسان وژل شوی او له سلو زیات ژوبل شوی دی.
https://avapress.net/vdceeo8wwjh8oxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته