کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بیروت په مختلفو سیمو د اسرائیلو هوايي بریدونه

6 عقرب 1403 ساعت 10:54

د صهیونیسټی پوځیانو جنګی الوتکو نن (یکشنبه) سهار وختی د بیروت د جنوبی سیمو په مختلفو سیمو بمباری وکړه.


آوا: لبناني سرچینو نن سهار (یکشنبه) اعلان وکړ، چې صهیونیسټي پوځیانو په تیرو څو ساعتونو کښې د بیروت د جنوبي سیمو په مختلفو سیمو باندې اته ځله هوايي حملې کړي دي.
د المیادین شبکې د معلوماتو له مخې، دغه بریدونه د «برج البراجنح»، «حرح حریک» او «الحدیث» په سیمو کې شوي دي.
د یمن المسیره چینل هم په بیروت کښې د خپل خبریال په حواله خبر ورکړی چې په دغو حملو کښې ۲۵ کسان وژل شوی او له سلو زیات ژوبل شوی دی.


د مطلب کود: 299342

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299342/د-بیروت-په-مختلفو-سیمو-اسرائیلو-هوايي-بریدونه

آوا
  https://www.avapress.net