دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۳۶
د مطلب کود : 299338
په کابل کې د یوه ورزشي لوبغالي د جوړولو لپاره د محمد علي کلي د مېرمنې هڅې
د ښار او کور جوړونې وزارت وايي، چې د نړۍ د نامتو سوک وهونکي محمد علي کلي مېرمن د دغه وزارت له سرپرست سره په کابل کې د یوه ورزشي لوبغالي د مساحت په اړه کتلي او ورسره یې خبرې کړې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د ښار او کور جوړونې وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د نړۍ د نامتو سوک وهونکي محمد علي کلي میرمن خلیله علي د حمدالله نعماني سره وکتل.

د ښار جوړونې وزارت سرپرست په دې غونډه کې وویل چې دوی هڅه کوي د دغه ورزشي لوبغالي د جوړولو لپاره په نوي ښار او یا هم په اوسني کابل کې مناسب ځای تخصیص کړي.

هغه د محمد علي کیي د مېرمنې د سپورتي لوبغالي د جوړولو د پلان هرکلی وکړ.

د يادونې وړ ده، چې د محمد علي كلي مېرمن خليل علي څو ورځې وړاندې په كابل كې د يوه معياري سپورټي لوبغالي د جوړولو په هدف د افغانستان پلازمېنې ته راغلې وه.
https://avapress.net/vdcjthe8ouqehtz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته