کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د یوه ورزشي لوبغالي د جوړولو لپاره د محمد علي کلي د مېرمنې هڅې

6 عقرب 1403 ساعت 10:36

د ښار او کور جوړونې وزارت وايي، چې د نړۍ د نامتو سوک وهونکي محمد علي کلي مېرمن د دغه وزارت له سرپرست سره په کابل کې د یوه ورزشي لوبغالي د مساحت په اړه کتلي او ورسره یې خبرې کړې دي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د ښار او کور جوړونې وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د نړۍ د نامتو سوک وهونکي محمد علي کلي میرمن خلیله علي د حمدالله نعماني سره وکتل.

د ښار جوړونې وزارت سرپرست په دې غونډه کې وویل چې دوی هڅه کوي د دغه ورزشي لوبغالي د جوړولو لپاره په نوي ښار او یا هم په اوسني کابل کې مناسب ځای تخصیص کړي.

هغه د محمد علي کیي د مېرمنې د سپورتي لوبغالي د جوړولو د پلان هرکلی وکړ.

د يادونې وړ ده، چې د محمد علي كلي مېرمن خليل علي څو ورځې وړاندې په كابل كې د يوه معياري سپورټي لوبغالي د جوړولو په هدف د افغانستان پلازمېنې ته راغلې وه.


د مطلب کود: 299338

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299338/په-کابل-کې-د-یوه-ورزشي-لوبغالي-جوړولو-لپاره-محمد-علي-کلي-مېرمنې-هڅې

آوا
  https://www.avapress.net