دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۰۵
د مطلب کود : 299336
په هرات کې د درې میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د لیږد د شبکې د غځولو د پروژې کار پیل شو
د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو د لاس رسي په موخه د دغه ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د درې میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د لېږد او وېش د شبکې د غځولو پروژه پیل شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په لوېدیځ زون (هرات) کې د اوبو رسولو رئیس مولوي عبدالواحد شفیق وايي، خلکو ته د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو په موخه د ۳۲۱۰ مترو په اوږدوالي او قطر سره د اوبو د لېږد شبکه جوړوي. د شینډنډ ولسوالۍ د اوبو رسولو د مدیریت له مرکز څخه د شینډنډ روغتون ته به د ۱۲۵ او ۶۳ ملي مترو په اوږدوالي وغځول شي.

هغه زیاته کړه، په دې پروژه کې د شینډنډ ولسوالۍ روغتون او د خواجه نمبر او اسلام اباد کلیو نږدې ۱۰۰۰ کورنۍ تر پوښښ لاندې راځي.

د يادونې وړ ده، چې د يادې پروژې چارې به د يوې مياشتې په موده کې بشپړې شي.
https://avapress.net/vdchxwni-23nwxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته