کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هرات کې د درې میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د لیږد د شبکې د غځولو د پروژې کار پیل شو

6 عقرب 1403 ساعت 10:05

د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو د لاس رسي په موخه د دغه ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د درې میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د لېږد او وېش د شبکې د غځولو پروژه پیل شوې ده.


آوا - کابل: په لوېدیځ زون (هرات) کې د اوبو رسولو رئیس مولوي عبدالواحد شفیق وايي، خلکو ته د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو په موخه د ۳۲۱۰ مترو په اوږدوالي او قطر سره د اوبو د لېږد شبکه جوړوي. د شینډنډ ولسوالۍ د اوبو رسولو د مدیریت له مرکز څخه د شینډنډ روغتون ته به د ۱۲۵ او ۶۳ ملي مترو په اوږدوالي وغځول شي.

هغه زیاته کړه، په دې پروژه کې د شینډنډ ولسوالۍ روغتون او د خواجه نمبر او اسلام اباد کلیو نږدې ۱۰۰۰ کورنۍ تر پوښښ لاندې راځي.

د يادونې وړ ده، چې د يادې پروژې چارې به د يوې مياشتې په موده کې بشپړې شي.


د مطلب کود: 299336

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299336/په-هرات-کې-د-درې-میلیونه-افغانیو-لګښت-اوبو-لیږد-شبکې-غځولو-پروژې-کار-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.net